ایکنا د الصفة له قوله راپور راکړ، د مسجید الحرام او مسجدالنبی د چارو عمومی ادارې ،دحرمین شریفین د معرفي کولو او په مختلفو ژبو حاجیانو ته دخدماتو د وړاندې کولو په موخې سره د ؛تاسو په ژبه د ستاسو هرکلی ؛ په عنوان سره د پلان دپلیدا خبر وکرړ.
د مسجدالحرام او مسجد النبي د عمومی ادارې د ترجمې او د ژبو د برخې مرستیال احمد بن عبداالعزیز الحمیدي، د حج د مناسکو په ترسره کولو کې د آسانتیاؤ او د حاجیانو ددیني او کلتوري تجروبې د زیاتولو لپاره د بیت الحرام حاجیانو ته دخدماتو د وړاندې کولو او ددغه پلان دلاښه اجرا لپاره د فني امکاناتو او د د انساني ځواک له نظره ددغې مرستیالۍ پربشپړ چمتووالی ټينګار وکړ.
الحمیدي په دوام کې ووئيل، ددغه پلان ترڅنګ، د انټرنیټي الکیټرانیک پرس نوښت هم اجرا شوی دی، په دغه نوښت کې حاجیان د یوه خاص کوډ په سکین کولو سره په اسلامی متنونو باندې مشتمل په مختلفو ژبو لیکل شوو کتابونو او آثارو ټولګې ته هم لاس رسي پيدا کولی شي.